مادرید (وېب نیوز) د هسپانیا د ټینریف فوټبال لوبډلې ۳۰ کلن بریدګر لوبغاړی خېسوس دې مېګل له ګول ساتونکي سره تر ټکر وروسته د ټپونو له امله مړ شوی دی. د دوشنبې په ورځ د ټینریف او اېف سي اندورا ترمنځ لوبه کې له ګول ساتونکي خېسوس اووونو سره د ټکر له امله د هغه سر او سینه ژوبل شوي وو. د نوموړي روغتیايي حالت لومړی ثابت، خو د اندېښنې وړ بلل شوی و، خو د سې شنبې په سهار یې حالت خراب شو او ساه یې ورکړه. رویټرز راپور ورکړی چې هسپانوي پولیسو د دې پېښې په اړه د غیرعمدي وژنې د احتمال په تړاو څېړنې پیل کړې دي.
