کوټه(ویب نیوز) د پاکستان د سایبري جرمونو د پلټنو ملي ادارې ادعا کړې چې د کمعمره ماشومانو د جنسي استثمار پر موادو د سوداګرۍ له یوې نړیوالې شبکې یې پرده پورته کړې او مشکوک مشر یې له سکردو نیولی دی. د ادارې په وینا، د نیول شوي کس له ډیجیټلي وسایلو څخه د ناقانونه موادو او د کریپټو کرنسۍ د راکړې ورکړې اړوند شواهد ترلاسه شوي دي. اداره وايي چې په اسلاماباد، ملتان او جنوبي پنجاب کې هم د شبکې د اړیکو پلټنې روانې دي. ادارې د کراچۍ د یوې کمعمره نجلۍ د ځورونې او بلیکمېل کولو په قضیه کې د اصلي تورن د نیولو خبر هم ورکړی دی.
