تازه خبرونه ۳ نومبر ۲۰۲۶

امنیت شورا د طالبانو د استخباراتو مشر ته د درملنې لپاره متحده عربي اماراتو ته د سفر اجازه ورکړه

نیویارک (وېب نیوز) د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو د استخباراتو ادارې مشر ملا عبدالحق وثیق ته د درملنې لپاره متحده عربي اماراتو ته د سفر ځانګړې اجازه ورکړې ده. د بي بي سي څارنې د راپور له مخې، د امنیت شورا د ۱۹۸۸ کال د بندیزونو کمېټې د اکتوبر پر ۱۹مه د هغه د سفري بندیزونو د معافیت پرېکړه کړې وه، چې له مخې یې نوموړي ته د اکتوبر له ۲۰مې د نومبر تر درېیمې په ابوظبۍ کې د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوې وه. ملا عبدالحق وثیق د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې شامل دی، چې پکې د سفر بندیز، د شتمنیو کنګلول او د وسلو پر برابرولو محدودیتونه شامل دي. افغانستان انټرنشنل راپور ورکړی چې نوموړي له متحده عربي اماراتو وروسته ترکیې ته هم سفر کړی دی؛ د افغان چارو یوه شنونکي احتمال ښودلی چې دا سفر له پاکستان سره د طالبانو د اختلافاتو د منځګړیتوب له هڅو سره تړاو ولري. وثیق د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر راهیسې د طالبانو د استخباراتو مشر دی او پخوا یې په دوحه کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې غړیتوب هم درلود.