تازه خبرونه ۱ نومبر ۲۰۲۶

د ایران د خامو تېلو ۲۰ لکه بېرله له درې نیمو میاشتو وروسته چین ته ورسېدل: د ټېنکر ټرېکرز ادعا

کوټه (ویب نیوز) د ټانکرونو د تګ راتګ څارونکې کمپنۍ ټېنکر ټرېکرز ادعا کړې، چې د ایران د خامو تېلو ۲۰ لکه بېرله لرونکې یوه جوپه له درې نیمو میاشتو سمندري سفر وروسته چین ته رسېدلې ده. د کمپنۍ په وینا، سپوږمکۍ انځورونه ښيي، چې له ایران سره تړلې یوه تېل وړونکې بېړۍ د چین په یوه بندر کې تم شوې ده، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي خپاره کړي. ایران وايي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د ۱۶ میلیاردو ډالرو څخه د زیاتو تېلو صادرات کړي دي.