تازه خبرونه ۱ نومبر ۲۰۲۶

د نوې جګړې په صورت کې به شخړه تر لوېدیځې اسیا محدوده پاتې نه شي: د ایران د پوځ ویاند

کوټه (ویب نیوز) د ایران د پوځ ویاند برید جنرال محمد اکرمینیا خبرداری ورکړی، چې که نوې جګړه پیل شي، د هغې جغرافیه به یوازې تر لوېدیځې اسیا محدوده پاتې نه شي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي ویلي، چې د امریکا پوځي تاسیسات، تجهیزات، ځواکونه او ګټې به په هر هغه ځای کې په نښه کېدای شي چې د ایران لاسرسی ورته ممکن وي. هغه زیاته کړې، چې راتلونکې جګړه ښايي د تېرې جګړې په پرتله ډېره اوږده وي. دا څرګندونې وروسته له هغې شوې، چې د ایران ستر مشر پوځي قوماندانانو ته د هر ډول ګواښ پر وړاندې د سمدستي ځواب ورکولو لارښوونه کړې ده.