اسلام آباد (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ویلي، د فاټا له انضمام څخه نږدې لس کاله تېرېدو سره سره په قبایلي سیمو کې د بندوبستي نظام بنسټیزې ستونزې نه دي حل شوې. د فاټا ډیجیټل مېډیا ورکرز کنونشن ته په وینا کې نوموړي وویل، د پټواري نظام، د ملکیتونو شخړې، پولیس او اداري جوړښت اړوند ستونزې لا هم پر خپل ځای دي. هغه وویل، د انضمام د پایلو بېطرفه ارزونه ضروري ده او د قبایلي خلکو د سیاسي، اساسي او اقتصادي راتلونکي په اړه باید پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شي. د هغه په وینا، د قبایلي سیمو د راتلونکي پرېکړه باید د ولسي مشورې، ځمکنیو واقعیتونو او د حقونو د ساتنې پر بنسټ وشي، نه د بهرني فشار او د ځواکمنو کړیو د ګټو له مخې. مولانا فضل الرحمن له حکومته وغوښتل چې د خلکو اندېښنې لرې، اداري بېباوري ختمه او بنسټیزې اسانتیاوې برابرې کړي.
