کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان هایکورټ دوه کسیز بنچ د پاکستان مېډیکل اېسوسي اېشن د بلوچستان د منتخبې صوبايي او کوټې زون کابینې پر ضد اساسي قانوني غوښتنلیکونه د نه منلو وړ بللي او رد کړي دي. د چیف جسټس محمد کامران خان ملاخېل او جسټس محمد نجمالدین مېنګل په مشرۍ بنچ د ۴۸۰/۲۰۲۶ او ۱۳۰۲/۲۰۲۶ شمېرو غوښتنلیکونو په اړه پرېکړه کړې ده. د پی اېم اې بلوچستان ویاند دا پرېکړه د ډاکټرانو د باور بریا بللې او د وکیلانو شاه حق بلوچ، لونګین کاسي او ظهور اغا قانوني هڅې یې ستایلې دي. اتحادیې د ډاکټرانو د حقونو او خوندیتوب لپاره د مبارزې د دوام ژمنه کړې ده.
