تازه خبرونه ۴ نومبر ۲۰۲۶

د جمهوري غوښتونکو مشرانو ټاکنیزه ماتې ومنله

واشنګټن (وېب نیوز) د امریکا په منځنیو ټاکنو کې د ډیموکراټانو له بریا وروسته د جمهوري غوښتونکو مشرانو د خپل ګوند کمزورې پایله منلې او دا یې یوه سخته شپه بللې ده. د استازو جرګې مشر مایک جانسن د پایلو په اړه خواشیني څرګنده کړې، خو ویلي یې دي چې مورال به یې کمزوری نه شي. جمهوري غوښتونکي سناتور رون جانسن ویلي چې له ایران سره جګړې او د تېلو د بیو لوړوالي د رایه ورکوونکو پر فکر ژور اغېز کړی دی.