تازه خبرونه ۴ نومبر ۲۰۲۶

د کامران مرتضی د ورور د دوکان تړل سیاسي غچ اخیستل دي: جمعیت کوټه

کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام کوټې مشرانو د سناتور کامران مرتضی د ورور د دوکان تړل سیاسي غچ اخیستل او د نه زغم څرګندونه بللې او له حکومت څخه یې د دوکان د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې ده. مولانا عبدالرحمن رفیق، حاجي عین‌الله شمس او نورو مشرانو په یوه بیان کې ویلي چې سیاسي اختلاف باید د دلیل او کارکردګۍ له لارې ځواب شي، نه دا چې د مخالفینو کاروبار وتړل شي. هغوی تور پورې کړی چې حکومت د نیوکه کوونکو پر ضد انتقامي ګامونه اخلي او غوښتنه یې کړې چې د خلکو کاروبارونه او اقتصادي حقونه دې د سیاسي اختلافاتو قرباني نه شي.