خضدار (وېب نیوز) د خضدار له غلاماني چوک څخه نامعلومو وسلهوالو میر بهاول خان غلاماني تښتولی دی. د پېښې په غبرګون کې د هغه خپلوانو او ځايي خلکو د خضدار په زیرو پواینټ کې د کوټې ـ کراچۍ ملي لویه لار تړلې وه. د لارې د بندېدو له امله دواړو غاړو ته د موټرو اوږدې کتارونه جوړ شوي او مسافر له ستونزو سره مخ شوي وو. مظاهرهچیانو د تښتول شوي سوداګر د سمدستي او خوندي خلاصون غوښتنه کوله. له انتظامیې سره تر خبرو وروسته لویه لار بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
