بېجینګ (وېب نیوز) د امریکا په منځنیو ټاکنو کې د ډیموکراټانو له بریا وروسته چین ښایي دغه پایلې له واشنګټن سره په سوداګریزو او سیاسي اړیکو کې د ځان لپاره یو فرصت وګڼي. د شننې له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر چینایي توکو د تعرفو له لګولو وروسته بېجینګ هم پر امریکایي توکو تعرفې لوړې کړې او د کرنیزو محصولاتو پېرود یې محدود کړی و، چې له امله یې امریکایي بزګران او پېرودونکي اغېزمن شوي وو. چین ښایي فکر وکړي چې ټرمپ به د ټاکنو له پایلو وروسته تر سیاسي فشار لاندې راشي او سوداګریزې هوکړې ته به ډېر چمتو شي.
