تازه خبرونه ۵ نومبر ۲۰۲۶

د هزار ګنجي بس ټرمینل بیا الاټمنټ هېڅکله نه منو، ټرانسپورټران

کوټه (وېب نیوز)د بلوچستان د بېلابېلو ټرانسپورټي ټولنو مشرانو د کوټې ـ کراچۍ هزار ګنجي بس ټرمینل د مبینه غیر قانوني بیا الاټمنټ په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې مخکې ټرانسپورټرانو ته ورکړل شوی ټرمینل به بل چا ته د بیا سپارلو پرېکړه ونه مني. په ګډ بیان کې ویل شوي چې د ټرمینل د الاټمنټ موضوع لا په محکمه کې تر اورېدنې لاندې ده او ټرانسپورټران یې قانوني اسناد هم لري. د دوی په وینا د ټرمینل په فعالولو کې ټرانسپورټرانو ډېر وخت او مالي سرچینې لګولې دي او یو اړخیز اقدام به د زرګونو کسانو روزګار اغېزمن کړي. مشرانو له کوټې ډوېلپمنټ اتھارټۍ او صوبايي حکومت څخه د الاټمنټ د بهیر د درولو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې که پرېکړه بدله نه شي، سوله‌ییز احتجاج او قانوني لارې به خپلوي.