تازه خبرونه ۵ نومبر ۲۰۲۶

د پنجپای کلي محمدخېل څخه د کورنیو بې‌ځایه کول د غندنې وړ دي، اغېزمنې کورنۍ دې بېرته مېشتې شي، پښتونخواميپ

کوټه (وېب نیوز)پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پنجپای د کلي محمدخېل څخه د سلګونو کورنیو او زرګونو کسانو د مبینه بې‌ځایه کولو غندنه کړې او له حکومته یې غوښتي چې اغېزمنې کورنۍ دې په درناوي بېرته خپلو پلرنیو کورونو ته ستنې او مېشتې کړي. د ګوند په بیان کې تور لګول شوی چې د وسله‌والو ډلو او پراکسیانو له لارې د خلکو پر ځمکو، ځنګلونو او معدني سرچینو د قبضې هڅې روانې دي. بیان کې غوښتنه شوې چې د امنیتي عملیاتو پر مهال دې د ښځو، ماشومانو، سپین‌ږیرو او د عامو خلکو د شتمنیو ساتنه یقیني او بې‌ځایه شویو کورنیو ته دې بنسټیزې اسانتیاوې برابرې شي.