تازه خبرونه ۵ نومبر ۲۰۲۶

په صوبه کې د امن او امان وضعیت خرابېږي، حکومت دې خپله ذمه واري ترسره کړي، نواب ایاز جوګیزي

کوټه (وېب نیوز)د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مرکزي سېکرټري نواب محمد ایاز خان جوګیزي په مشرۍ د قلعه سیف الله ضلعي مشورتي جرګه جوړه شوه، چې پکې سیاسي او ټولنیزو مشرانو، قبایلي مخورو، علماوو او خلکو ګډون کړی و. نواب ایاز جوګیزي او نورو ویناوالو وویل چې په صوبه کې د امن او امان وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او پر لویو لارو د خلکو امنیت د حکومت ذمه واري ده. دوی د برېښنا، ګاز، اوبو، تعلیم او روغتیايي اسانتیاوو پر نشتوالي هم اندېښنه څرګنده کړه او تور یې ولګاوه چې د بدامنۍ له لارې د پښتون مېشتو سیمو پر معدني سرچینو د قبضې هڅې کېږي. جرګې د تنګ مېزئي د پېښې د شهیدانو د کورنیو د غوښتنو ملاتړ وکړ او د تښتول شوي حیدر کاکړ د راخوشې کولو، د تورنو کسانو د نیولو او د نشه‌یي توکو د مخنیوي غوښتنه یې وکړه.