تازه خبرونه ۶ نومبر ۲۰۲۶

ایران د امریکا پر کاغذي ژمنو بسنه نه کوي، علي باقري کني

کوټه(وېب نیوز)د ایران د سترې ملي امنیت شورا مرستیال علي باقري کني ویلي، تهران غواړي د ډیپلوماسۍ نوي پړاو ته له ننوتلو مخکې د امریکا عملي اقدامات وویني او یوازې پر کاغذي ژمنو بسنه نه کوي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي ویلي چې واشنګټن باید له ایران سره د سولې لپاره خپلې ژمنې په عملي ګامونو ثابتې کړي. د هغه په وینا، روسیې ته د سفر او له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې موخه هم د ایران د مشرتابه پیغام روسیې ته رسول وو.