کوټه(وېب نیوز)د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن به په راتلونکو دوو اوونیو کې پرېکړه وکړي چې د ایران پر ضد نور ګامونه واخلي او که له دغه هېواد سره د احتمالي هوکړې ملاتړ وکړي. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې ایران به هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي. هغه ادعا وکړه چې امریکا د ایران په اړه خپل مهم اهداف ترلاسه کړي دي، خو که اړتیا پېښه شي، نور اقدامات هم کولای شي. بل لور ته ایران ویلي چې یوازې پر شفاهي او کاغذي ژمنو باور نه کوي.
