کوټه (ویب نیوز)عوامي نېشنل ګوند د کوټې په مطبوعاتو کلب کې د بلوچستان د سیاسي، اقتصادي او امنيتي وضعیت په اړه ټول ګوندیزه غونډه جوړه کړه، چې مشري یې د ګوند صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي کوله. په غونډه کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو او سوداګریزو ټولنو مرکزي او صوبايي مشرانو ګډون کړی و. له غونډې وروسته د نومبر پر ۱۹مه په ټوله صوبه کې د هټیو او بازارونو د تړلو اعلان وشو.
