کوټه(وېب نیوز)د روس د ښځو ضد سخت دریځي ډلې «مېل سټېټ» په اروپا کې بېلابېلو هوايي ډګرونو او رسنیو ته د جعلي بم ګواښونو په لېږلو کې خپل لاس لرل رد کړي دي. له دې ډلې سره تړلي ټیلیګرام حساب ویلي چې مېل سټېټ له څو کلونو راهیسې شتون نه لري. په آیرلنډ کې هم یو شمېر رسنیو ته د بم ګواښونه رسېدلي، چې له امله یې ودانۍ تشې کړل شوې دي. د آیرلنډ حکومت دغه پېښې د ګډوډۍ رامنځته کولو د یوې منظمې هڅې برخه بللې ده.
