تازه خبرونه ۶ نومبر ۲۰۲۶

د سیمه ییز کړکېچ د هواري لپاره د ټرمپ او د قطر د امیر ټیلیفوني خبرې

کوټه(وېب نیوز)د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره په ټیلیفوني خبرو کې د سیمې پر تازه وضعیت او ډیپلوماټیکو هڅو خبرې کړې دي. د قطر د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، په خبرو کې د قطر د منځګړیتوب او د ښکېلو خواوو ترمنځ د خبرو اترو د پرمختګ پر لارو چارو بحث وشو. د قطر امیر د کړکېچ پر کمولو، د ډیپلوماسۍ پر دوام، په نړیوالو سمندري لارو کې د بېړیو د تګ راتګ پر ازادۍ او د انرژۍ د لېږد د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار وکړ.