تازه خبرونه ۶ نومبر ۲۰۲۶

د هرمز تنګي کې پر یوناني تېل وړونکي بېړۍ برید، د عملې یو غړی وژل شوی

کوټه(وېب نیوز)د یونانۍ کمپنۍ وولوس ټېنکرز په وینا، د بحرین پر لور روانه د دوی د تېلو بېړۍ «اېم ټي وولوس» د هرمز تنګي په سیمه کې په نښه شوې، چې د چاودنې له امله یې د عملې یو غړی وژل شوی دی. کمپنۍ ویلي، یاد کس لومړی ورک بلل شوی و، خو وروسته په بېړۍ کې د مرګوني ټپونو له امله مړ وموندل شو. د برېتانیا سمندري سوداګرۍ ادارې هم په همدې سیمه کې پر یوې تېل وړونکې بېړۍ د برید خبر ورکړی، خو ویلي یې دي چې په هغه پېښه کې د عملې غړي خوندي پاتې شوي دي.