کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان د انټي کرپشن ادارې په کوټه ښاروالۍ کې له ۲۰۱۵ کال راهیسې تر اوسه د شویو مبینو غیرقانوني ګمارنو او اداري بېنظميو رسمي پلټنې پیل کړې دي. د انکوایریز او انټي کرپشن ادارې د ښاروالۍ اېډمنسټرېټر ته لیک استولی او په اوو ورځو کې یې د ګمارنو بشپړ ریکارډ غوښتی دی. په غوښتل شویو اسنادو کې د ګمارل شویو کارکوونکو شمېر، دندې، منظور شوي بستونه، اداري منظوري، د ګمارنې کمېټې، د غونډو پرېکړې، د وړ او ناوړو نوماندانو لېستونه او په ورځپاڼو کې خپاره شوي اعلانونه شامل دي.
