تازه خبرونه ۷ نومبر ۲۰۲۶

په کوټه کې د اې ټي اېم په درغلۍ کې ککړ تورن نيول شوی، د کروړونو روپو د درغلۍ تور پرې دی

کوټه (وېب نيوز) د سايبري جرمونو د پلټنو ملي ادارې (اېن سي سي آی اې) د عملياتو په ترڅ کې د اې ټي اېم په درغلۍ کې ککړ يو تورن نيولی دی، چې د سيند ايالت د حيدرآباد ښار اوسېدونکی بلل شوی دی. د دې ادارې د تاڼې مشر جبار مندوخېل په وينا، لومړنيو پلټنو څرګنده کړې چې نيول شوی تورن له خپلو ملګرو سره يو ځای په کوټه، پښين او د بلوچستان په بېلابېلو نورو سيمو کې د اې ټي اېم درغليو په پېښو کې لاس لري. پر تورنو کسانو د کروړونو روپو د درغلۍ تور دی. نوموړي وويل چې عمليات د ۱۶۳/۲۰۲۶ شمېرې مقدمې له مخې ترسره شوي او د تورن د نورو ملګرو د نيولو لپاره چاپې روانې دي.