کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان نېشنل ګوند مرکزي مشر میر عبدالرحیم جتک د قلات په سنګداس پولیس پوسته کې له مسافرو، ټرانسپورټرانو او د وړو موټرو له خاوندانو څخه د زور له لارې د پیسو اخیستو پر شکایتونو اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي وویل، اعلی وزیر میر سرفراز بګټي په ټول بلوچستان کې د باج اخیستنې د ختمولو څرګند حکم کړی، خو بیا هم د سنګداس په پوسته کې د پیسو اخیستو شکایتونه د اندېښنې وړ دي. هغه له اعلی وزیر، د کورنیو چارو وزیر، د پولیسو له مشر او اړوندو چارواکو وغوښتل چې د دغو شکایتونو بې پرې پلټنې وکړي، مسوول کسان معلوم او قانوني چلند ورسره وکړي او له خلکو سره د بې ځایه ځورونې لړۍ بنده کړي.
