کوټه (وېب نیوز) د وائس فار بلوچ مسنګ پرسنز مشر نصرالله بلوچ له بلوچستان حکومت او اعلی وزیر میر سرفراز بګټي غوښتي چې د ورکو کسانو په اړه د بلوچستان اسمبلۍ له خوا منظور شوی د ترهګرۍ ضد بلوچستان تعدیلي قانون ۲۰۲۵ عملي کړي او د دې ستونزې د هواري په اړه کړې ژمنې پوره کړي. نوموړي په یوه بیان کې ویلي، په منظور شوي قانون کې د شاهدانو د خوندیتوب په اړه ځینې تحفظات لري، خو اعلی وزیر باید د ورکو کسانو د مسئلې د حل ژمنه عملي کړي. د هغه په وینا، په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې د جدي هڅو په پایله کې شاوخوا ۱۲۰۰ ورک کسان بېرته خپلو کورنیو ته ورسېدل. نوموړي وویل، په ۲۰۲۵ کال کې منظور شوي قانون کې د هر نیول شوي کس د کورنۍ خبرول، د مجسټرېټ څارنه او د توقیف مرکزونو د چارو لپاره قانوني کړنلارې ټاکل شوې دي. هغه ټینګار وکړ چې د دې مسئلې ژر او جدي حل به په بلوچستان کې د سولې لار هواره کړي.
