تازه خبرونه ۹ نومبر ۲۰۲۶

د ډزو له امله ټپي د سندھ رېنجرز نایک بوستان خان ساه ورکړه

آزاد کشمیر (وېب نیوز) د آزاد جموں و کشمیر پولیسو ویلي، د راولاکوټ په سیمه کې د نومبر پر پنځمه د وسله‌والو په ډزو ټپي شوی د سندھ رېنجرز نایک بوستان خان د ټپونو له امله مړ شوی دی. د پولیسو په وینا، د شهید سرتېري تړاو د کوهاټ له ضلعې سره و او د امن او امان په چارو کې د مرستې لپاره د آزاد کشمیر پولیسو په غوښتنه ګومارل شوی و. د آزاد کشمیر پولیسو د نایک بوستان خان پر شهادت خواشیني څرګنده کړې او ژمنه یې کړې چې په پېښه کې ښکېل کسان به د قانون منګولو ته سپاري.