شیراني (وېب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مرکزي سکرتر نواب محمد ایاز خان جوګېزي په مشرۍ په شیراني ولسوالۍ کې مشورتي جرګه جوړه شوه، چې پکې د ضلعې د کارهنده جرګې ټاکنه هم وشوه. جرګې ته نواب محمد ایاز خان جوګېزي، عبدالرحیم زیارتوال، کبیر افغان او نورو مشرانو وینا وکړه. هغوی تور پورې کړ چې په صوبه کې ناامني، لوټمار او ناقانونه فعالیتونه زیات شوي او د دولتي ادارو واکونه محدود شوي دي. ویناوالو د ۲۶مې او ۲۷مې اساسي قانوني تعدیلونو، د کانونو او معدنیاتو قانون، د ځنګلونو د ځمکو د انتقال او د صوبې پر طبیعي سرچینو د واک په اړه هم اندېښنې څرګندې کړې. هغوی وویل، د پښتنو ضلعو د خلکو د استازي جرګې له لارې به د ولس د واک، د دولتي ادارو د صلاحیتونو د بېرته بحالولو، تعلیم، روغتیا او اداري ستونزو په اړه غږ پورته کړي. په جرګه کې د ګوند مشرانو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
