تازه خبرونه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶

د بلوچستان کور کمانډر بیان ته ښه راغلاست، د پولې سوداګرۍ بیا پیل د وخت مهمه اړتیا ده: حاجي جلات خان اڅکزی

چمن( سید سردار محمد خوندئی )
د پاکستان بونډډ کېریئر مرکزي جنرل سیکرټري او د چمن چیمبر آف کامرس پخواني صدر حاجي جلات خان اڅکزي د ۱۲ کور بلوچستان کمانډر لیفټیننټ جنرل عنایت حسین له لوري په بلوچستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت، د ټوپک کلتور ختمولو او د پولې سوداګرۍ بیا پیلولو په اړه ورکړل شوي بیان ته ښه راغلاست ویلی دی.

په خپل خپور کړي بیان کې حاجي جلات خان اڅکزي وویل چې د بلوچستان ځمکني حقایقو او د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو، د بلوچستان کور کمانډر له لوري د پولې سوداګرۍ اړتیا درک کول د خوښۍ وړ دي.

هغه وویل چې د بلوچستان، په ځانګړې توګه د سرحدي ولسوالیو د خلکو اقتصاد یوه لویه برخه له پولې سوداګرۍ سره تړلې ده. د زرګونو کورنیو روزګار په مستقیم یا غیر مستقیم ډول له دې سوداګرۍ سره تړلی دی. د سوداګرو، ټرانسپورټرانو، ډرایورانو، مزدورانو، دوکاندارانو او وړو کاروباریانو اقتصادي چارې په همدې سوداګرۍ پورې اړه لري.

هغه وویل چې کله د پولې لارې بندې شي، نو یوازې د سوداګریزو موټرو تګ راتګ نه دریږي، بلکې د زرګونو کورنیو نغري ساړه شي، کاروبارونه تباه شي او بې روزګاري زیاته شي.

حاجي جلات خان اڅکزي وویل چې ملي امنیت او د پولې سوداګري د یو بل ضد نه دي. که په پولې سوداګرۍ کې د قاچاق، غیر قانوني تګ راتګ یا امنیت ستونزې شته، نو د هغې حل د سوداګرۍ بشپړ بندول نه دي، بلکې باید د اغېزمن پولې مدیریت، شفاف کسټم نظام، د سوداګرو رجسټریشن، قانوني اسنادو او عصري څارنې نظام له لارې وموندل شي. د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د امنیت او سوداګریزو چارو په یو وخت چلولو لپاره همداسې اداري طریقې کارول کیږي.

هغه غوښتنه وکړه چې د پاک افغان او پاک ایران پولې ټولې قانوني سوداګریزې لارې دې په پړاویز او مستقل ډول پرانیستل شي او د پولې سوداګرۍ لپاره دې یوه روښانه، یو شان او شفافه پالیسي جوړه شي، تر څو خلک هر څو میاشتې وروسته له بې یقینۍ سره مخ نه شي.