کوټه (وېب نیوز) د ۱۹ کلنو اسیا کپ په پایلوبه کې هند له سختې او په زړه پورې سیالۍ وروسته پاکستان ته په یوه وېکټ ماتې ورکړه. په العمارۃ کې ترسره شوې لوبه کې پاکستان لومړی بیټنګ وکړ او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۹ وېکټو په زیان ۳۳۷ منډې جوړې کړې، خو هند د ۳۳۸ منډو هدف د لوبې په وروستي توپ د ۹ وېکټو په زیان ترلاسه کړ. د ۱۹ کلنو کرکټ په تاریخ کې د پاکستان او هند ترمنځ د منډو له مخې دا تر ټولو لویه سیالي وه چې دواړو لوبډلو په ګډه ۶۷۶ منډې جوړې کړې. د هند موهیت الوا او مانال چوهان د نهمې وېکټې لپاره د ۵۷ منډو تاریخي ملګرتیا وکړه او خپلې لوبډلې ته یې بریا ورکړه. د هند لوبډلمشر لکشے رای چندني ۸۰، آریه ویر سهواګ ۵۸، مانال چوهان ۴۷ او موهیت الوا ناسوځېدلې ۴۹ منډې جوړې کړې. د پاکستان له لوري محمد صیام په ۱۰ اورونو کې ۷۹ منډې ورکړې، په داسې حال کې چې تر هغه مخکې کرامت علي ۷۸ منډې ورکړې وې. رضوان الله ۳، نقاب شفیق ۲ او علي رضا، محمد صیام او حسنین عباس ډار یوه یوه وېکټه ترلاسه کړه. تر دې مخکې د پاکستان له لوري عثمان ۱۰۷، عبدالقادر ۸۰ او حیام خان ۲۱ منډې جوړې کړې وې. د هند کاویه پریش پټېل ۴ او چګوروپتي وینکټې ۳ وېکټې ترلاسه کړې. د یادونې وړ ده چې پاکستان په دې سیالیو کې تر پایلوبې پورې ناسوځېدلی پاتې شوی و او په ګروپي پړاو کې یې هم هند ته ماتې ورکړې وه.
