کوټه (وېب نیوز) د عوامي نېشنل ګوند صوبایي مشر اصغر خان اڅکزي ویلي چې حالات که هر څومره سخت او ستونزمن وي، خو سیاسي بهیر باید په هر صورت روان وساتل شي، ځکه غیرسیاسي ځواکونه له ولسواک او سیاسي فعالیتونو وېره لري او د سیاست پر وړاندې د بندیزونو او خنډونو د جوړولو بېلابېلې لارې چارې کاروي. نوموړي دغه څرګندونې د باچاخان مرکز پشین کې د ضلعي او تحصیل مسؤلینو او لوړپوړو غړو په ګډه غونډه کې وکړې. د غونډې مشري د ضلعې مشر اصغر علي ترین کوله، په داسې حال کې چې د مرکزي عمومي منشي مرستیال عبیدالله عابد او ضلعي عمومي منشي سید وسیم آغا هم ویناوې وکړې. په غونډه کې د نومبر د ۱۹مې نېټې د صوبې په کچه د شټرډاون هړتال او احتجاجي مظاهرو، د نومبر د ۲۲مې نېټې په چمن کې د شهید خان جیلاني خان اڅکزي د ۱۶م او شهید اسد خان اڅکزي د شپږم تلین په مناسبت د لویې غونډې، چې مرکزي مشر سناتور ایمل ولي خان به پکې ځانګړی ګډون کوي، او د ډسمبر د درېیمې نېټې د نومیالي لیکوال عزیزالله ماما د تلین د تیاریو ارزونه وشوه. اصغر خان اڅکزي وویل چې د پښتنو د ملي تحریک تاریخ له قربانیو، مبارزې او سیاسي ثابت قدمۍ ډک دی او مشرانو او شهیدانو د قومي حقوقو، سیاسي خپلواکۍ، ولسواکۍ، امن او د پښتنو د ګډ ژوند د بقا لپاره خپل ژوندونه وقف کړي دي. نوموړي پر کارکوونکو ټینګار وکړ چې سیاسي شعور، تنظیمي نظم او خپلمنځي یووالی پیاوړی کړي او د خلکو د بنسټیزو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي. هغه وویل چې د نومبر ۱۹مه هړتال، د نومبر ۲۲مه د چمن غونډه او د ډسمبر درېیمه د عزیزالله ماما تلین یوازې دودیز پروګرامونه نه دي، بلکې د ملي سیاسي بهیر د پیاوړتیا او د شهیدانو د قربانیو د یاد ساتلو مهم فرصتونه دي. نوموړي له ټولو ضلعي، تحصیل او بنسټیزو یونټونو له مسؤلینو او کارکوونکو وغوښتل چې د دغو پروګرامونو د بریالیتوب لپاره بشپړ چمتووالی ونیسي.
