تازه خبرونه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶

د بلوچستان حکومت د تر ټولو مطلوبو ترهګرو لېسټ خپور کړ، تر ۲۵ کروړو روپیو پورې د جايزو اعلان

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان حکومت په صوبه کې د امنيت د ټينګښت لپاره د تر ټولو مطلوبو ترهګرو لېسټ خپور کړ او د هغوی پر سرونو يې له ۵ لکو څخه تر ۲۵ کروړو روپیو پورې جايزې وټاکلې، چې پکې د بشير زېب او رحمان ګل لپاره ۲۵، ۲۵ کروړه روپۍ جايزه هم شامله ده. د کورنيو چارو سلاکار بابر يوسفزي له ولس څخه د کره معلوماتو ورکولو غوښتنه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې د خبر ورکوونکي پېژندنه به بشپړه پټه ساتل کېږي.