تازه خبرونه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶

د نېشنل ګوند د کردګاپ په تحصيل کې پر ګوله بارۍ، شتمنيو سوځولو او زوره ور بې کوره کولو سخته اندېښنه

کوټه (وېب نیوز) د نېشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ د کردګاپ د اغېزمنو سيمو له پلاوي سره تر ليدنې وروسته پر ګوله بارۍ، د کلي پسند خان د بازار پر سوځولو او د ځايي ولس پر زوره ایستلو سخته اندېښنه او غندنه وکړه. د پلاوي په وينا، په اغېزمنو سيمو کې د ځاني او مالي زيان، د هټيو او کورونو سوځولو او په ۲۴ ساعتونو کې د سيمې پرېښودو د امرونو له امله شاوخوا ۷۰ زره کسان له سختې وېرې او بې برخلیکۍ سره مخ دي.