کوټه (وېب نیوز) د بي اېن پي مشر سردار اختر جان مېنګل او سردار اسد الله مېنګل په شاه نوراني کې له بېلابېلو ښوونځيو ليدنه وکړه، د درسي خونو کتنه يې وکړه، له زده کوونکو سره يې خبرې وکړې او ښوونکو ته يې د معياري زده کړې او اخلاقي روزنې لارښوونه وکړه. هغوی وويل چې پوهه د قام اصلي ځواک او ښوونکي د ټولنې معماران دي، او سيمه ييزو مشرانو د پوهنې د ودې لپاره دا ليدنې وستايلې.
