کوټه (وېب نیوز) د قومي اسمبلۍ د اپوزيشن مشر او د پښتونخوا مېپ مشر محمود خان اڅکزي د لاهور هايي کورټ بار په ټول ګونديزه غونډه کې د وينا پر مهال وويل چې د عمران خان د يوازې کولو يا ماتولو هڅې به بريالۍ نه سي او د هېواد له ناورينونو د ايستلو لپاره قومي حکومت، اساسي او سياسي اصلاحات او د ټولو ادارو د اساسي حدودو درناوی اړين دی. هغه په خېبر پښتونخوا، بلوچستان او کشمير کې پر ناامنۍ، اقتصادي نابرابرۍ، سيمه ييزو کړکېچونو اندېښنه وښوده، له اسټېبلشمنټ سره پر نه جوړجاړي يې ټينګار وکړ او په لاهور کې يې د مولانا فضل الرحمن نظر بندول او د ګوندونو په غونډه کې د ګډون مخنيوی په کلکه وغندل.
