تازه خبرونه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶

پښتونخوا مېپ په بلوچستان کې د غنمو د دولتي زېرمو د نشتوالي او د اوړو د احتمالي کمښت پر سر اندېښمنه ده

کوټه (وېب نیوز) پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند په بلوچستان کې د غنمو د دولتي زېرمو د نشتوالي او د ۵ ميليارده او ۷۵ کروړه روپیو د بېلولو سربېره د پېرود د نه کېدو پر سر اندېښنه ښودلې او خبرداری يې ورکړی چې په راتلونکو مياشتو کې به د اوړو ناورين سخت سي. ګوند له پاسکو څخه د غنمو د سمدستي پېرود، د اوړو کارخانو ته د عادلانه ورکړې، د بيو د کنټرول او له مرکز څخه د بلوچستان د روا برخې د يقيني کولو غوښتنه وکړه.