پېښور (ویب نیوز)د پېښور په بډهبېر سیمه کې د مړو نجونو د جسدونو له قبرونو څخه د ایستلو او د هغوی د سپکاوي په تور نیول شوی ۱۹ کلن سلمان د پولیسو پر ډله د وسلهوالو کسانو د برید پر مهال وژل شوی دی. د پولیسو په وینا، سلمان د پېښو د شواهدو راټولولو او د پېښې د ځای د معلومولو لپاره له پولیسو سره وړل کېده چې پر مهال یې پر درې موټرسایکلونو سپرو ۶ وسلهوالو کسانو د پولیسو پر ډله ډزې وکړې، چې په ترڅ کې یې سلمان ووژل شو او پولیس سرتېري خوندي پاتې شول. بریدګر له سیمې تښتېدلي او د هغوی د نیولو لپاره د سیمې د لټون عملیات پیل شوي دي. د پولیسو په وینا، سلمان دوه ورځې مخکې نیول شوی و او د پلټنو پر مهال یې د ۱۰ قبرونو د سپکاوي او له ۴ مړو نجونو سره د جنسي تېري د ادعاوو اعتراف کړی و، چې پر بنسټ یې پرې مقدمې درج شوې وې.
