کوټه (وېب نیوز) د جمیعت علمای اسلام د کوټې ضلعي مشر مولانا عبدالرحمن رفیق او نورو مشرانو ادعا کړې چې ځینې اداري چارواکي د خلکو د ستونزو د حل پر ځای سیاسي مشران، د سوداګرو استازي او عام وګړي ګواښي او ځوروي. دوی ویلي چې دولتي دندې د خلکو د خدمت لپاره دي، نه د هغوی د سپکاوي او وېرولو لپاره. مشرانو خبرداری ورکړی چې که د واک ناوړه استعمال بند نه شي، نو ګوند به د ولسي حقونو د ساتنې لپاره د احتجاج لاره خپله کړي. په یوه جلا اعلامیه کې دوی د ګوند د عمومي شورا د غونډې او د سولې د لاریون د بریا له امله غړو ته مبارکي ورکړې او د یووالي، نظم او ډیموکراتیکې مبارزې پر دوام یې ټینګار کړی دی.
