تازه خبرونه ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶

د قلعه عبدالله په جنګل بازار کې نښته؛ یو کس وژل شوی، دوه ټپیان دي

قلعه عبدالله (وېب نیوز) د قلعه عبدالله په جنګل بازار سیمه کې د دوو ډلو ترمنځ د نښتې له امله یو کس وژل شوی او دوه نور سخت ټپیان شوي دي. د پولیسو په وینا، د پېښې له خبر ترلاسه کولو وروسته پولیس ځای ته ورسېدل او د وژل شوي کس مړی او ټپیان یې د درملنې لپاره ټراما مرکز ته ولېږدول. پولیسو د پېښې د لاملونو معلومولو او په کې د ښکېلو کسانو پر ضد د قانوني اقداماتو لړۍ پیل کړې ده.