کوټه (وېب نیوز) د کوټې د ټرافیک پولیسو مشر دوستین دشتي په لارښوونه په ښار کې د سړکونو د نیولو او په منع شویو ځایونو کې د موټرو د پارکینګ پر ضد عملیات ترسره شوي دي. پولیسو په لیاقت بازار، عبدالستار روډ، پرنس روډ او مسجد روډ کې د کراچیو، موټرسایکلونو او په ممنوعه ځایونو کې د درول شویو موټرو پر ضد قانوني اقدامات کړي دي. د پولیسو چارواکو ویلي چې د دې کمپاین موخه د ټرافیک د جریان ښه کول، د سړکونو خنډونه لرې کول او خلکو ته د تګ راتګ اسانتیا برابرول دي.
