تازه خبرونه ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶

په هېواد کې د اساسي قانون د بیاواکمنۍ او رښتینې ډیموکراسۍ لپاره مبارزه روانه ساتو، پښتونخوا ملي عوامي ګوند

ژوب، شیراني (وېب نیوز)د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو جمال خان مندوخېل، عبدالخالق ناصر، ډاکټر قطب الدین شیراني او عبیدالله حریفال ویلي چې د اکتوبر پر اوومه د ژوب په باز محمد شهید پارک کې د ډیموکراسۍ او وطن د شهیدانو د تلین په مناسبت جوړ شوی ستر ولسي غونډه د اساسي قانون، ولسواکۍ او ملي حقونو د ترلاسه کولو لپاره د خلکو د هوډ څرګندونه وه. په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې په غونډه کې د خلکو پراخ ګډون د ګوند د مشر، د پاکستان د اساسي قانون د ساتنې غورځنګ د مشر او په ملي اسمبلۍ کې د اپوزېسیون د مشر محمود خان اڅکزي پر رهبرۍ، سیاسي بصیرت او روانې ملي او ډیموکراتیکې مبارزې د ولس د باور او مینې څرګند ثبوت و. مشرانو زیاته کړې چې د پښتونخوا وطن خلک له خپلو ملي، سیاسي، اقتصادي او ډیموکراتیکو حقونو خبر دي او د هغو د ترلاسه کولو لپاره یې د سوله‌ییزې، قانوني او ولسواکۍ پر بنسټ د مبارزې د دوام هوډ کړی دی. دوی د ژوب او شیراني ولسوالیو له ټولو ګډونوالو، مشرانو، ځوانانو، سیاسي فعالانو، د ډیموکراسۍ پلویانو، پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن او د غونډې له ټولو تنظیموونکو او کمېټو مننه کړې او د هغوی هڅې یې ستایلې دي. په اعلامیه کې راغلي چې په غونډه کې تصویب شوي پرېکړه‌لیکونه د ولس د ګډو احساساتو، هیلو او روا غوښتنو استازیتوب کوي؛ له همدې امله اړوند چارواکي او اساسي، اداري او ولسواک بنسټونه باید دغو غوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي او د عملي کېدو لپاره یې اغېزمن ګامونه واخلي. د ګوند مشرانو یو ځل بیا ژمنه کړې چې د محمود خان اڅکزي په مشرۍ به د اساسي قانون د برلاسۍ، د پارلمان د خپلواکۍ، د قانون د واکمنۍ، د عدلیې او رسنیو د آزادۍ، ولایتي خپلواکۍ، ټولنیز عدالت، ملي حقونو، د قومونو د برابرۍ پر بنسټ د رښتینې ډیموکراتیکې فېډرېشن، د پښتنو د ملي یووالي او د خپل وطن د دفاع او سوکالۍ لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.