کوټه (وېب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې په امریکا کې د تېلو د بیو د راټیټولو لپاره یې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د ډېزلو د واردولو په اړه هوکړه کړې ده، چې له مخې به یې روسیه امریکا ته په پړاوونو کې میلیونونه ټنه ډېزل برابر کړي. د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ ویلي چې په لومړي پړاو کې به څه باندې ۳۰۰ زره ټنه ډېزل امریکا ته صادر شي، د نومبر په میاشت کې به ۵۰۰ زره ټنه نور، ورپسې به یو میلیون ټنه او وروسته به درې میلیون ټنه نور ډېزل هم برابر شي. د روسیې د ولسمشر مرستیال یوري اوشاکوف ویلي چې د پوتین او ټرمپ ترمنځ ټیلیفوني خبرې شاوخوا یو نیم ساعت روانې وې او دواړو لورو د اقتصادي مسایلو، د تېلو او نفتي محصولاتو د برابرولو، د اوکراین د کړکېچ، د ایران د وضعیت او د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي. پوتین ویلي چې روسیه د امریکا او نړۍ بازارونو ته د تېلو او نفتي محصولاتو برابرولو ته چمتو ده. خو د ډېزلو د لېږد د لګښتونو او د هوکړې د عملي جزئیاتو په اړه لا کره معلومات نه دي خپاره شوي. دا پرمختګ په داسې حال کې کېږي چې ټرمپ تېره میاشت د روسیې پر وړاندې د بندیزونو د پراخولو لپاره یو قانون لاسلیک کړی و. بلخوا، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پر دې اقدام نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا ډول هوکړه له روسیې سره د جګړې د اوږدولو او د بریدونو د زیاتولو په برخه کې مرسته کولای شي.
