تازه خبرونه ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶

د پاکستان د نویو صوبو د جوړولو په اړه د نړیوال اقتصادي فورم پر وېبپاڼه مقاله خپره شوې

اسلام‌اباد (ویب نیوز) د نړیوال اقتصادي فورم پر وېبپاڼه په یوه خپره شوې مقاله کې د پاکستان لپاره د نویو صوبو د احتمالي جوړولو، د واکونو او سرچینو د ولسي کچې تر ادارو پورې د لېږد او پراخو اداري اصلاحاتو په ګټه دلایل وړاندې شوي دي. په دې مقاله کې، چې د بلغاریا د یوه ډیپلومات پر شخصي نظر ولاړه ده، ویل شوي چې کوچني اداري واحدونه د ښې حکومتولۍ او د مخ پر زیاتېدونکي نفوس د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کولای شي. په مقاله کې د پاکستان لپاره د ۱۶ او ۲۰ اداري واحدونو طرحې هم وړاندې شوې دي. خو د سند حکومت ویاند بېرېسټر ارسلان شیخ ویلي چې دغه مقاله د نړیوال اقتصادي فورم رسمي پالیسي یا څېړنیز راپور نه شي بلل کېدای، ځکه دا د یوه فرد شخصي نظر دی. د نوموړي په وینا، دا بحث باید د پیاوړي بلدیاتي نظام او خلکو ته د غوره اسانتیاوو د برابرولو په رڼا کې وڅېړل شي.