د پاکستان په اوسني سیاسي فضا کې ځینې شخصیتونه یوازې د یوې ګوندې مشر نه پاتې کېږي، بلکې د تاریخ، مقاومت، ملي شعور او اجتماعي امید نښه ګرځي. محمود خان اڅکزی هم د هغو څو مشرانو سیاستوالو له ډلې څخه دی چې د آمریت، سیاسي جبر، قومي محرومیو او د اساسي قانون د برترۍ په مسله کې یې تل روښانه او څرګند دریځ خپل کړی دی. په پښتون سیاست کې د هغوی مقام یوازې د یوه ګوند د مشر په توګه نه، بلکې د یوه فکري او تاریخي تسلسل د نښې په توګه پاتې شوی دی. همدا وجه ده چې نن هم د پښتون ټولنې سنجیده حلقې د هغوی سیاسي بصیرت او مبارزه د امید په سترګه ګوري.
له دې حقیقت څخه انکار ممکن نه دی چې په اوس وخت کې پاکستان، په ځانګړي ډول پښتون مېشتې سیمې له سختو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو بحرانونو سره مخ دي. پر وسایلو اختیار، ناامني، بې روزګاري، جبري کډوالۍ، سیاسي بېثباتي او د ځوان نسل ناامیدي هغه ستونزې دي چې پښتون ټولنه یې له خطرناک حالت سره مخ کړې ده. په داسې شرایطو کې دا طبیعي تمه ده چې ټول قوم پرست او جمهوري ځواکونه باید د خپلو داخلي اختلافاتو څخه پورته شي او یو ګډ ملي بیانیه جوړه کړي. که څه هم د ټولو پښتون ځواکونو بشپړ اتحاد ښایي یو ستونزمن او شاید ناممکن خوب ښکاره شي، خو لږ تر لږه د ګډو ملي هدفونو په اړه همغږي د وخت مهمه اړتیا ده.
په همدې تناظر کې د عمران خان لپاره د محمود خان اڅکزي غیر معمولي سیاسي فعالیت او قوي ملاتړ په ځینو حلقو کې پوښتنې راپورته کړي دي. د جمهوریت، اساسي قانون او سیاسي ازادیو لپاره غږ پورته کول بې له شکه د هر هوښیار وګړي او سیاستوال مسؤلیت دی. که د عمران خان پر ضد د دولتي ځواک غیر متوازن یا غیر جمهوري استعمال شوی وي، نو د هغې غندنه هم پکار ده. د هر سیاسي مشر د انساني، قانوني او طبي حقونو څخه محرومول د جمهوري اصولو خلاف عمل دی. په دې برخه کې د محمود خان اڅکزي دریځ اصولي او انساني بنیاد لري.
خو پوښتنه دا هم په خپل ځای موجوده ده چې آیا نن د پښتون سیاست تر ټولو لویه اړتیا یوازې د عمران خان دفاع ده، که د خپل قومي سیاست، وسایلو، هویت او راتلونکي ساتنه هم؟ همدا هغه ټکی دی چې یوه فکري بحث ته لاره هواروي. د عمران خان سیاسي مبارزه خپل ځای لري، خو دا هم یو تاریخي حقیقت دی چې د هغه د واک ته رسېدو په عمل کې د دولتي ځواک او با نفوذه حلقو رول هم د بحث وړ پاتې شوی دی. په دې ټول بهیر کې محمود خان اڅکزی هم د جمهوري اصولو په دفاع کې په میدان کې موجود وو. له همدې امله ځینې سیاسي کارکوونکي دا پوښتنه کوي چې که د تېرو غلطیو ادراک موجود وي، نو ولې د راتلونکي سیاست بنسټ باید یوازې د شخصیتونو پر محور نه، بلکې د اصولو او ملي اساساتو پر بنیاد جوړ نه شي؟
دلته اصل اهمیت دا دی چې د پاکستان سیاست باید د نوي ټولنیز تړون، واقعي پارلماني حاکمیت، صوبایي خودمختارۍ او د ټولو قومونو د مساوي حقونو پر بنیاد وړاندې لاړ شي. که عمران خان واقعا د یوه نوي سیاسي بیانیې غوښتونکی وي، نو باید په ښکاره ووایي چې په راتلونکي کې به د هر ډول غیر جمهوري یا پټو سیاسي مهندسیو برخه نه جوړېږي او د هېواد ټولو قومونو ته به مساوي سیاسي، اقتصادي او آئيني حقونو لپاره عملي مبارزه کوي. داسې دریځ نه یوازې د هغه سیاست ته نوی اخلاقي ځواک ورکوي، بلکې د پاکستان د جمهوري سیاست لپاره هم یو مثبت ګام ثابتېدای شي.
د محمود خان اڅکزي په څېر زړو مشرانو اصل قوت د هغوی په قومي، جمهوري او نظرياتي سیاست کې دی. که هغوی خپلې ټولې سیاسي هڅې یوازې په موقتي اتحادي سیاستونو کې مصرف کړي، نو د پښتون قومي سیاست به کمزوری شي. تاریخ شاهد دی چې شخصیتونه بدلېږي، خو د قومونو اساسي ستونزې پر خپل ځای پاتې وي. له همدې امله د وخت غوښتنه دا ده چې هغوی یو ځل بیا د خپل قوم، خپلو سیاسي کارکوونکو او نوي نسل ترمنځ لا فعال رول ادا کړي، ترڅو پښتون سیاست ته روښانه سمت، فکري ثبات او مضبوط راتلونکی ورکړل شي.
پاکستان ته په اوس وخت کې د تصادم نه بلکې د مکالمې، د انتقام نه بلکې د آئيني انصاف، او د لنډمهاله سیاسي ګټو پر ځای د اوږدمهاله ملي ثبات اړتیا ده. همدا هغه لاره ده چې د ټولو قومونو، ټولو ګوندونو او راتلونکو نسلونو لپاره د بهتر مستقبل ضمانت کېدای شي.
