کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان میډیا فورم مرکزي مشر قیوم بلوچ ویلي، د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د حقونو، اقتصادي خوندیتوب او مسلکي خپلواکۍ لپاره به مبارزه روانه ساتي. نوموړي په کوټه کې له رسنیزو کارکوونکو سره په خبرو کې وویل چې د صوبې خبریالان او د ټلوېزیوني چینلونو بیوروچیفان له اقتصادي ستونزو او د خوندیتوب له اندېښنو سره مخ دي. هغه له حکومته وغوښتل چې د خبریالانو ستونزې حل او د بلوچستان میډیا فورم لسمادهییزې غوښتنې ومني. د پلاوي غړو هم په فورم کې د شاملېدو اعلان وکړ.
