تازه خبرونه ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶

د قلات په چپر سیمه کې د درېیو کسانو په مرمیو ویشتل شوي مړي موندل شوي

قلات (وېب نیوز) د قلات په چپر سیمه کې د سړک پر غاړه د درېیو کسانو په مرمیو ویشتل شوي مړي موندل شوي دي. د پولیسو په وینا، د پېښې له خبر وروسته پولیس ټیم سیمې ته ورسېد او مړي یې د قلات ډي اېچ کیو روغتون ته ولېږدول. هلته د مړو پېژندنه د سعید احمد، جمیل احمد او عبد الرسول په نومونو وشوه. ویل کېږي چې درې واړه د قلات د دشت ګوران اوسېدونکي وو. د قانوني کارروایۍ وروسته مړي خپلو خپلوانو ته وسپارل شول او پلټنې روانې دي.