تازه خبرونه ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶

بلاول بوټو په بلوچستان کې د پیپلز ګوند لس نوي عهده‌داران وټاکل

کوټه/کراچۍ (وېب نیوز) د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په بلوچستان کې د تنظیمي اصلاحاتو په لړ کې لس نوي عهده‌داران ټاکلي دي. د اعلامیې له مخې، میر ریاض احمد شاهواني، بابا غلام رسول عمراني او در محمد هزاره د صوبایي مرستیالانو په توګه ټاکل شوي، په داسې حال کې چې میر لیاقت علي لاهړي او ملک ذیشان حسین د عمومي منشي مرستیالان ټاکل شوي دي. حیات خان اڅکزی او سکینه عبدالله د اطلاعاتو مرستیالان، میر ولي محمد قلندراني د مالي چارو منشي، احسن خلجي د عامه اړیکو او همغږۍ منشي او میر شمس همزاآی د ریکارډونو او غونډو منشي ټاکل شوي دي.