تازه خبرونه ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶

د ایمرجنسي لګول به هېواد نور هم بحرانونو ته ټېل وهي، مولانا عبدالقادر لوني

کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علما اسلام نظریاتي پاکستان مرکزي مشر مولانا عبدالقادر لوني په خیبر پښتونخوا کې د ایمرجنسي او نورو اقداماتو پر ضد غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې غیرولسواک پرېکړې به هېواد نور هم بحرانونو ته ټېل وهي. نوموړي تور ولګاوه چې اوسني واکمن له ولسواکو اصولو سرغړونه کړې ده. د هغه په وینا، د خلکو د حقونو، د اساسي قانون د حاکمیت او ولسواکو ارزښتونو ساتنه د هېواد د ثبات لپاره اړینه ده.