کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار اختر مېنګل په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج په تړاو پر پاکستان پیپلز ګوند او مسلم لیګ (ن) نیوکه کړې ده. نوموړي پر اېکس په خپل بیان کې ویلي چې له هغو سیاسي مشرانو څخه د ولسواکۍ تمه کول بېعقلي ده چې د هغه په وینا، په خوی او فکر کې یې استبدادي چلند ځای نیولی وي. هغه د دواړو ګوندونو اقدام د ولسواکو اصولو خلاف بللی دی.
