کوټه (وېب نیوز) د پاکستان پیپلز ګوند بلوچستان نوو عهدهدارانو د صوبایي مشر سناتور سردار محمد عمر ګورګېج سره لیدلي او په ټوله صوبه کې یې د ګوند د تنظیم پیاوړي کولو ژمنه کړې ده. په لیدنه کې صوبایي مرستیال در محمد هزاره، د عمومي منشي مرستیال ملک ذیشان حسین، د اطلاعاتو مرستیال حیات خان اڅکزی او د اړیکو منشي احسن خلجي هم ګډون درلود. نوو عهدهدارانو وویل چې په ټولو ضلعو کې به له کارکوونکو سره اړیکې پیاوړې او تنظیمي فعالیتونه اغېزمن کړي.
