کوټه (وېب نیوز)د جیبوتي ساحل ته نږدې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې ۱۳۹ کډوال مړه شوي چې ۲۰ ماشومان هم پکې شامل دي، او شاوخوا ۸۴ کسان لا هم لادرکه دي چې د موندلو هڅې یې روانې دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، ژوندي پاتې شویو کسانو ویلي چې کښتۍ شاوخوا ۳۵۰ کسان له جیبوتي څخه یمن ته لېږدول، خو د اوبوک ښار شمال ته واوښته او ډوبه شوه. په جیبوتي کې د دغه سازمان مشر الکساندر کویساک د پېښې له امله د انساني ژوند ضایع کېدل د ژورې خواشینۍ وړ بللي او له ژوندي پاتې شویو او د ورکو کسانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
