تازه خبرونه ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶

د ریاض پر هوايي ډګر برید؛ پاکستان، سعودي عربستان، مصر او ترکیې په کلکه وغانده

کوټه (وېب نیوز) پاکستان، سعودي عربستان، مصر او ترکیې د ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د حوثي ملیشې برید د نړیوالو قوانینو، د سعودي عربستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه بللې او په کلکه یې غندلی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سیمه‌ییزې څلور اړخیزې ډلې په ګډه اعلامیه کې ویلي، دغه بریدونه د سعودي عربستان امنیت، ثبات او د ملکي وګړو ژوند ته مستقیم ګواښ دی او هېڅ ډول توجیه نه لري. اعلامیې له سعودي عربستان سره د څلورو هېوادونو د پیوستون او ملاتړ ډاډ ورکړی او له حوثي ملیشې یې غوښتي چې بریدونه سمدستي او بې له قید او شرطه ودروي. د خپاره شوي راپور له مخې، په برید کې ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.